انصار: (د مرغومی ۲۶ مه) ، افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په کابل کې ۶ روغتونونو ته د درملنې لپاره ور وپېژندله.
د یادې ټولنې پر ایکسپاڼه لیکل شوي، ۶۵ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي او لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۱۸ میاشتو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۷۳۷ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره په هېواد کې دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29632